ایکناخبری آژانس د The Point له قوله راپور راکړو دغه کنفرانس چې د ؛افریقا دعالمانو او ددینی چارود وزیرانو په نامې سره د مسلماننو د نړیوالې اتحادئې په وسیله منظم شوی ؤ،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ګامبیا په بیجیلو ښآر کې ترسره شو.
د ګامبیا ولسمشر آداما بارو ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو کې ټينګار وکړ، هغه پيچلتیاوې چې نړۍ سره لاس اوګریوان ده ،ګواکې پر دین اغیزې لري او د مسلمانو عالمانو دندې لازیاتې پيچلي اوزیاتوي.
هغه روښآنه کړه،مسلمانان هماغه شان په مختلفو فرقو کې تقسیم او حتی له یوه بل سره د دښمنانو په شان جنګیږي. له درستو ویرو او چیلنجونو سره سره ، ددغه بهیر د اپوټه کولو لپاره ډير فرصتونه شته دي.
د ګامبیا ولسمشر ووئيل، مسلمانان په تیره بیا ځوانان او شخصیّتونه،د غیر اسلامی ژوند د رودو دغوره کیدا په وړاندې دخپلو ارزښتونو،نړۍ لید او مقاومت ترمینځ دانډول او ظرفیّت د پیاوړتیا لپاره ډيرې ټاکنې لري چې باید لاس په کار شي او د پخلاینې اوسولې لپاره ګامونه پورته کړي او ښه سوله ایز او کرار ژوند ولرل شي.